طالبان: تورخم لاره مو پرانیستله، پاکستان بیا وتړله | NRS-Import | DW | 23.02.2023
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

NRS-Import

طالبان: تورخم لاره مو پرانیستله، پاکستان بیا وتړله

د تورخم لاره تر پرانیستل کیدو وروسته بیا تړل شوې ده. په جلال آباد کې د طالبانو مسوولین وایي چې پاکستان د تورخم دروازه تړلې ده. د افغان سوداګرو په لاریو کې بار محصولات پر خرابیدو دي.

د آرشیف انځور - تورخم

د آرشیف انځور - تورخم

په جلال اباد کې د طالبانو ځایي مسوولینو د پنجشنبې په سهار د تورخم دورازې د پرانیستل کیدو خبر ورکړی وو. خو د ننګرهار ولایت له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئول دویچه ویله ته وویل چې دغه پوله د پرانستل کیدو څو ساعته وروسته د پاکستان له لوري بیا وتړل شوه.

ورته مطلب:طالبانو له پاکستان سره د تورخم دروازه تړلې

تر دې دمخه د جلال آباد ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د تورخم دراوزه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د دواړو لوریو د مسافرینو او سوداګرو پر مخ پرانیستل شوې ده.د پولې د تړل کیدو له کبله دواړو لورو ته په زرونو لارۍ بندې پاتې او سوداګر د سخت زیان اوښتو خبره کوي.

د میرویس حاجي زاده، په نوم یو افغان سوداګر چې د پاکستان لوري ته یې په مالونو بار ۲۵ لارۍ ولاړي دي، وایي چې د لارې د پرانیستل کیدو پر سر خبرې رواني دي او تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي. پر پوله د ډیر شمیر افغان سوداګرو مالونه پر خرابیدو دي.وسله والو طالبانو د یکشنبې په ورځ د تورخم دروازه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافرو او سوداګرۍ لویه لار ده، وتړله. پاکستان په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

ورته مطلب:په تورخم کې په زرونه لارۍ بندې پاتې دي

د تورخم دروازې تر تړلو کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د نښتي رپوټونه هم خپاره شول.د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډې پولې هر وخت د سیاسي او نظامي کړکیچونو له امله تړل کېږي چې زیاتره وخت له نښتو او بریدونو سره هم مل وي.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: