1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسلواکیا

سلواکيا: د روبيرت فيڅو روغتيايي حالت مخ پر ښه کيدو دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د سلواکيا د لومړي وزير روبيرت فيڅو روغتيايي حالت که څه هم چي مخ پر ښه کيدو دی، خو بيا هم د اندېښنې وړ بلل کيږي. دغه خبره د فيڅو لومړي مرستيال او د دفاع وزير روبيرت کاليناک کړې ده.

https://p.dw.com/p/4fvWX
Slowakei Handlova 2024 | Ministerpräsident Fico vor Regierungssitzung vor Attentat
انځور: Radovan Stoklasa/TASR/AP Photo/picture alliance

د لومړي وزير مرستيال روبيرت کاليناک د پنجشنبه په سهار TASR خبري آژانس ته وويل: «د شپې په بهير کي ډاکټران په دې بريالي سول چي د نوموړي روغتيايي حالت باثباته کړي.« هغه زياته کړه: »خو بيايې هم حالت متأسفانه د اندېښنې وړ دی، دا ځکه چي زخمونه يې ژور او پيچلي دي.»

کاليناک د روبيرت فيڅو نيژدې د اعتماد وړ کس بلل کيږي او همدارنگه په کيڼ اړخه گوند کي د هغه مرستيال هم دی. د روغتون يوې وياندي خبر ورکړی دی چي فيڅو پنځه ساعته تر عمليات لاندي وو.

د پنجشنبې په شپه د چاپيريال ساتني وزير توماس ترابا، خبر ورکړ چي د هغه د موندونو له مخي عمليات په ښه ډول ترسره سو. دغه ښی اړخه سياستوال بي بي سي ته وويل: «د فيڅو ژوند په اوس وخت کي نور له خطر سر مخامخ نه دی.»ترابا، د لومړي وزير له څلورو مرستيالانو څخه يو دی.

روبيرت فيڅو د چهارشنبې په ورځ د کابينې تر يوې غونډي وروسته د هندلووا په ښار کي د يوه بريدکوونکي له خوا په ډزو وويشتل او سخت زخمي سو.

Slowakei Banska Bystrica 2024 | Verletzter Ministerpräsident Fico nach Attentat in Klinik gebracht
ټبي سوی صدراعظم تر برید وروسته سمدستي کلینیک ته انتقال سوانځور: Jan Kroslak/TASR/AP Photo/picture alliance

بريد کوونکي سمدستي ونيول سو

پوليسو بريد کوونکی نيولی دی. د کورنيو چارو د وزير ماتوس سوتاج ايستوک په حواله بريدګر د ليويچ ښار يو ۷۱ کلن کس دی. سوتاج ايستوک د بانسکا بيستريچا په کلينيک کي د خبريالانو په مخکي وويل چي لومړنيو تحقيقاتو وښودل چي هغه يو «ښکاره سياسي هدف» درلود، يعني د حکومت د سياسي پاليسۍ ردول.

د رسنيو د رپوټونو له مخي، شکمن بريدگر مخکي له يوه شخصي امنيتي ادارې سره کار کاوه او له همدې کبله يې د وسلې لرلو جواز درلود. نوموړي دغه وسله په قانوني ډول په اختيار کي لرله. د رسنيو په حواله نوموړي په خپل ټاټوبي کي د ليکوال په توگه هم فعال وو.

د سلواکيا حکومت تر دغي پيښې وروسته د پنجشنبې په ورځ يوه اضطراري غونډه راوبلله. په عين حال کي د ملي امنيت شورا غونډه هم جوړه سوه. په دغې شورا کې پر لومړي وزير سربېره د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د درېيو ايتلافي ګوندونو نور وزيران هم شامل دي.

نوموړي بريد د اروپايي ټولني او ناټو غړو هيوادونو ته سخت ټکان ورکړ. نور تاوده سياسي بحثونه په ټپه ودريدل. دپارلمانيوه شخړه ايزه غونډه قطع او وځنډول سوه. په سلواک جمهوريت کې د ليبرال اپوزيسيون ګوندونو د اوس له پاره ټول سياسي لاريونونه لغوه کړل. هغوی په اصل کې د چهارشنبه په ماښام د حکومت پر وړاندې د کيڼ اړخي پاپوليست فيڅو لخوا رهبري سوي او د عامه راډيو او تلويزيون RTVS د منحل کولو د پلان پروړاندې يې د ډله ايزې مظاهرې غوښتنه کړې وه.

نړيواله ويره او وحشت

همدارنگه په نړيواله کچه هم نوموړي بريد بيره او وحشت راپارولی دی. د جرمني صدراعظم اولافشولڅ پر فيڅو باندي دغه بريد د »زغملو نه وړ« بللی دی. شولڅ وويل: «زه هغه ته د دې خواست کوم چي له دغه ناځوانه بريد څخه روغ راووزي. زورزياتی د اروپا په سياست کي هيڅ ځای نه لري.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزيري انل لينا بيربوک پر فيڅو باندي تر بريد وروسته د کرکي او نفرت پر وړاندي د ډيموکراسۍ د دفاع ږغ وکړ. د زرغون گوند دغي سياستوالي په برلين کي د آلمان په پارلمان کي وويل: «موږ په بيا بيا سره وينو چي څرنګه هر څوک د کرکي او زورزياتي هدف گرځيدای سي.»

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن وويل چې دا «د تاوتريخوالي ډک وحشتناکه عمل» دی. هغه وويل: «زموږ فکر د نوموړي له کورنۍ او د سلواک له اولس سره دی.» همدارنگه د اروپايي ټولنيد کمېسيون مشري اورزولا فون ديرلاين، هم دغه «وحشيانه بريد»وغانده.

فيڅو لنډ وخت مخکي پر ليبرال اپوزيسون تور لگولی وو چي د هغه د حکومت پر وړاندي د دښمنۍ فضا رامنځته کوي. هغه ويلي وه، د دې امکان سته چي دغه ډول پاروونکي فضا ته په پام کي نيولو سره به يو وخت د تاوتريخوالي کومه پيښ رامنځته سي.

GP/NZ/DW.Online