1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډنډپټان ولسوالۍ کې څه تېرېږي

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د رپوټونو له مخې، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په پکتیا کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ وقفه‌يي جګړې روانې دي، چې له امله یې ولسي وګړیو ته مرګ، ژوبله هم اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/4g070
ډیورنډ کرښه
ډیورنډ کرښهانځور: Muhammed Semih Ugurlu/Anadolu/picture alliance

د پکتیا ولایت په ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ولسي وګړي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستان ځواکونو تر منځ په وقفه‌يي ډول جګړې روانې دي، چې له امله یې ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ولسي وګړي وايي، جنګ لومړی په ځاځي اریوب او وروسته پټان ولسوالۍ کې پیل شو، خو د جګړې د پیلېدو اصلي علت لا هم معلوم نه دی.

د ډنډپټان یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، تېره شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شدیده جګړه شوې ده. دی وايي، د جګړې په جریان کې پاکستاني لوري د ډنډپټان کلي او کورونه په توپونو وویشتل، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي.

نوموړي وویل، ولسي وګړو د جګړې له امله خپل کورونه پریښي او خوندي سیمو ته په وتلو دي، ځکه په وینا یې، حالت جګړه‌ ايز دی او هره شېبه د جنګ پېښېدلو امکان شته دی.

د ډنډپټان دې اوسېدونکي وویل: «ډنډ پټان کې شدید جنګ شوی. څلور کسان یو ځای کې او یو بلې سیمې کې وژل شوي. زخمیان هم شته دي. طالبان له کرښې اوښتي وو، د هغوی پوستې یې ویجاړې کړې وې، بیا هغوی پر کورونو ډزې وکړې. خلک له سیمې په وتلو دي، ځکه پاکستان د خلکو کورونه ولي.»

د پاکستان پوځ له طالبانو سره جګړه کړې
د پاکستان پوځ له طالبانو سره جګړه کړېانځور: AP

ډڼډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان پولي ته نیږدې ګمرک سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته د سیمې حالت جګړه‌ ایز وښود او زیاته یې کړه، چې خلک هڅه کوي، چې خوندي سیمو ته ووځي.

نوموړي وویل: «بیګا شپه شدید جنګ و. ګمرک ساحه کې ډېر مالي زیانونه اړولي. کګینې کې درې کسان شهیدان شوي، یو کس اندړو کې مړ و. فعلآ اوس څه نه شته، خو ټول خلک یو ځای بل ځای ته کډه شوي. ګنګوسې دي، چې بیګا ته بیا برید کېږي.»

د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي بیا وویل، چې په ډنډپټان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سربېره طالبانو او د پاکستان پوځ ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېرو په اړه یې معلومات نه لري.

تورخم کې طالب سرتیري
تورخم کې طالب سرتیريانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

دویچه ویله هڅه وکړه، چې په پکتیا کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو تر منځ د روانو نښتو په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو مکررو پوښتنو ته يې طالب ویاندویانو جواب نه دی ويلی.

د افغانستانځايي رسنۍ طلوع‌نیوز بیا د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني نظامیانو په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي. دغه راز، دې رسنۍ په یوه رپوټ کې د سرچینو په حواله د پنځو طالب جنګیالیو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان د پولي په اوږدو کې کړکېچ روان دی، چې ډېر کله په جګړو او نښتو بدل شوی او دواړو لوریو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه هم ورکول کېږي.

پاکستان ادعا کوي، چې هغه هېواد کې کېدونکي بریدونه د پاکستاني طالبانو غړي د افغانستان په خاوره کې پلانوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي. څو میاشتې مخکې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو خلاف د عملیاتو رپوټونه هم ورکړل شوي ول.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي