1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآلمان

څېړنه: تر ډوډۍ خوړلو وروسته دوې دقیقې ګښت ډېره ګټه لري

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د یوې نوې څېړنې له مخې چې د سپورت میډیسن په ژورنال کې خپره شوې، له خوړو وروسته لږ مزل کول، کولی شي د ديابت ۲ او د زړه د ستونزو خطر کم کړي.

https://p.dw.com/p/4JbSN
München | Englischer Garten
انځور: Joko/imageBROKER/picture alliance

.د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د آیرلینډ څېړونکو موندلي چې له خوړو وروسته لږ قدم وهل، که حتی د ۲ څخه تر ۵ دقیقو پورې هم وي، په وینه کې د شکر او انسولین کچه راټیټوي.

د وینې د شکر کچه له خوړو وروسته لوړیږي او د دې کنټرول له پاره تولید شوي انسولین کولی شي د شکرې او زړه د ستونزو لامل شي.

د لیمریک په پوهنتون کې د یوې څېړنې له مخې، کله چې تاسو ودریږئ، ستاسو عضلات انقباض کوي چې له کبله يې د ګلوکوز مصرف او د وینې د شکر کچه ټیټوي. که تاسو د خپل ګلوکوز لوړوالی څخه مخکې تمرین کولی شئ، کوم چې معمولا ستاسي له خوراک څخه ۵۰ تر ۹۰دقیقو وروسته وي، نو په بدن کي به مو د ګلوکوز د لوړیدو د کچي مخه نیولی شئ. څیړونکو د هغو اوو  څېړنو پایلو ته بیاکتنه کړې ده چې د زړه د روغتیا په اقداماتو کې د ناست یا ولاړيدو اغیزې پرتله کولو په گډون د انسولین او د وینې شکر کچه يې ارزولي.

Deutschland Coronavirus - Wunsiedel
انځور: Nicolas Armer/dpa/picture alliance

دوی وموندله چې له خوړو وروسته له دوو څخه تر پنځو دقیقو پورې گرځېدل د وینې د شکر کچې تنظیمولو کې د پام وړ اغیزه لري. په دې توګه هغه کسان چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د لږ وخت له پاره ودرېدل، د وینې د شکر کچه یې ښه شوه، خو د انسولین په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی، په داسې حال کې چې هغه کسان چې له خوړلو وروسته یې لږ مزل وکړ، د دوی د وینې شکر او انسولین دواړه ټیټ وو.

د هغو خلکو له پاره چې د شکر ناروغۍ لري، د وینې د شکر په کچه کې د ډیرو بدلونونو مخنیوی د دوی د ناروغۍ اداره کولو کې مهم دی. حرکت، حتی د لنډې مودې له پاره، له همدې امله ارزښتناکه دی او کولی شي د روغتیا په ښه کولو او په بدن کي د شکري کچه کي د پام وړ بدلون لامل شي.