1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او فرانسه په ګډه پرمختللي جنګي ټانکونه جوړوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۸, شنبه

د آلمان او فرانسې د وسلو جوړولو شرکتونه غواړي د عصري جنګي ټانکونو د توليد په موخه ګډه پانګونه وکړي. د دغې څو مليارډ يورويي ګډې پروژې هوډ ليک، د آلمان او فرانسې د دفاع وزيرانو ترمنځ لاسلیک شو.

https://p.dw.com/p/4fFR4
د آلمان د دفاع وزير بوریس پیستوریس (کيڼ لور) او د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو، د ۲۰۲۴ کال د اپريل په ۲۶مه په پاریس کې د تړون لاسليک کولو پر مهال
د آلمان د دفاع وزير بوریس پیستوریس (کيڼ لور) او د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو، د ۲۰۲۴ کال د اپريل په ۲۶مه په پاریس کې د تړون لاسليک کولو پر مهالانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د پوځي تسلیحاتو دغې څو مليارډ یورويي مشترکې پروژې هوډليک د جمعې په ورځ (د اپریل ۲۶مه) د آلمان د دفاع وزير بوریس پیستوریس او د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو تر منځ لاسلیک شو. په دي توگه نو دواړو اړخونو په رسمي توگه اراده وښودله چې پر يادې پروژې به گډ کار کوي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دواړو لورو «د راتلونکو وسلوالو ځواکونو د ځمکنۍ جګړې تر ټولو پرمخ تللي سیستم ته د ودې د عطف پر نقطې خبرې وکړې.»

آلماني او فرانسوي شرکتونو هر يو، آلمان (KNDS) او فرانس (KNDS)، راین میتال اې جې، راین میتال ليند سیستم او تالیس په یوه اعلاميه کې له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی. د تړون مطابق، دوی به ځمکنۍ جګړې له پاره پلان شوي »تر ټولو پرمخ تللي سیستم« ته ودوه ورکوي.

زیاته شوې چې د وسلو جوړونې ياد څلور آلماني او فرانسوي شرکتونه به یو جلا مشترک شرکت تاسیسوي «تر څو ېې د دا ډول ګڼ پلاتفورم لرونکي مغلق یو سیستم ته د امکان تر حده په بهتره شکل په ګډه رسیدګي کړي وي.»

د آلمان دفاع وزير د دغې پروژې په هکله وويل چې دا پروژه د پر مختللو جنګي ټانکونو ليوپارډ او لکلر د لا ودې له پاره نه، بلکې دا «په بشپړه توګه د یو نوي څه» په هکله ده.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل