1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له «افغانستان اينترنشنال» سره همکاري منع کړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د طالبانو په اداره کي د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون، له خبریالانو، شنونکو او کارپوهانو څخه غوښتي دي چي له »افغانستان اينترنشنال« خصوصي راډیو تلویزیون سره همکاري و نکړي.

https://p.dw.com/p/4ffqr
Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د باختر خبري آژانس د رپوټ له مخي چي د طالبانو تر کنترول لاندي فعالیت کوي، د رسنيو د سرغړونو د ارزوني کمېسیون اعلان کړی دی چي د افغانستان اينترنشنال راډیو تلویزیون چي له هیواد څخه بهر خپروني لري «د مسلکي سرغړونو او اخلاقي او قانوني مقرراتو په ترپښو لاندي کولو» تورن سوی دی.

نوموړي کمېسیون له خبریالانو او کارپوهانو څخه غوښتني دي چي له دغي رسنۍ سره همکاري ونکړي.

باختر خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د رسنيو د سرغړونو د ارزوني کمېسیون، د افغانستان اينترنشنال راډیو تلویزیون رسنۍپه دې تورنوي چي، ملي، ژبني او سیمه ایزو تعصباتو ته لمن وهي او معلومات تحریفوي.

طلوع نیوز خصوصي شبکې هم د ياد کمېسيون د پريکړي په اړه راپور ورکړی او ویلي یې دي چي د دغې پریکړي له مخي «په عامه ځایونو کي د نوموړي رسنۍ په بحثونو کي گډون او د دغي رسنۍ د خپرولو له پاره د زمینې برابرول منع دي.»

د افغانستان اينترنشنال رسنۍ تر اوسه پوري د طالبانو د دغي پریکړي په وړاندي کوم غبرگون نه دی ښودلی.

له هغه وخت راهیسي (۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي نيمايي) څخه چي طالبانبيا واک ته رسېدلي دي، پر رسنیو باندي يې ډیر بندیزیونه لګولي دي. د افغانستان داخلي رسنۍ د نړیوالو رسنیو د محتوا د خپرولو اجازه نه لري.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د رپوټ له مخي، طالبانو تر اوسه څه ناڅه ۱۷ د رسنيو په اړه اوامر صادر کړي دي چي پکښي په رسنیو کي د ښځو پر کار، د مطالبو د جوړولو او خپرولو پر څرنگوالي محدودیتونه، اعتراضونو ته د پوښښ ورکولو او پر طالب چارواکو باندي د انتقاد کولو ممنوعیت شاملیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالي ورځي په مناسبت، په افغانستان کي د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو له دوامه اندېښنه څرگنده کړې وه.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

GP/NZ/Alizadah