1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيوګو: افغانستان ميشته ترهگرې ډلې منځنۍ اسيا ته گواښ دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۸, شنبه

د روسيې دفاع وزير وايي منځنۍ اسيا ته اصلي ګواښ د هغو تروريستي ډلو له خوا پېښ دی چې په افغانستان کې حضور لري. سرګي شيوګو زیاتوي چې روسيه او اسیايي متحدین یې باید خپلو پوځي تمریناتو ته پراختیا ورکړي.

https://p.dw.com/p/4fFw3
د روسيې دفاع وزیر، سرګي شیوګو
د روسيې دفاع وزیر، سرګي شیوګوانځور: Russian Defence Ministry/dpa/picture-alliance

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د روسيې دفاع وزیر سرګي شيوګو په داسې حال کې د پوځي تمریناتو پر پراخولو ټینګار کړی چې پر وینا ېې په سیمه کې د امنيتي نفوذ د ډېرېدو له پاره د امريکا هڅې، دوی له مستقیم ګواښ سره مخ کړي دي. شیوګو دغه خبرې د جمعې په ورځ د قزاقستان پلازمینه، آستانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) په یوه غونډه کې وکړې.

«امريکا په سیمه کې د نفوذ په لټه کې ده»

هغه وويل چې منځنۍ اسیا ته اصلي ګواښ «په افغانستان کې د میشتو راديکال تروریستي ډلو» له خوا راځي او ادعا ېې وکړه چې امریکا متحده ایالات په ۲۰۲۱م کال له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته، په سیمه کې د خپل بایللي نفوذ د بیاراوستلو په لټه کې دی.

د شانګهاي د همکاریو سازمان غړي روسیه، هندوستان، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان دي.

هغه زیاته کړه: «زه په دې عقيده یم چې ټول حاضرين په دې نظر دي چې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو له خوا د پوځي تاسیساتو پراختیا ورته د نه منلو ده.»

د پوځي تمریناتو پر پراختیا ټينګار

شيوګو ټینګار وکړ چې «دغه ډول مقاصد باید د شانګهای سازمان په فضا کې د ثبات له پاره د یو مستقیم ګواښ په توګه په نظر کې ونیول شي.» هغه زیاته کړه چې د سازمان غړي هېوادونه باید د خپلو پوځي تمریناتو لمن او جغرافیا پراخه کړي.

تېره میاشت مسکو ښار ته څېرمه د کنسرت پر يو هال وسلوال برید وشو چې په کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول. د دغه برید مسئولیت د «اسلامي دولت» په نوم ډلې جنګیاليو ومانه او امریکا وويل چې دغه برید په افغانستان کې د ميشتې یوې ډلې له خوا پلان شوی وو.

روسيه ادعا کوي چې د دغې خونړۍ حمله تر شا د اوکراین لاس دی. شیوګو دغه ادعا یو ځل بیا تکرار کړه، خو کیف او واشنګټن د مسکو دغه ادعا ردوی او هغه خوشې چټیاټ بولي.

متقي: د داعش ځالې نشته

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالب چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي او دوی به هېڅ چاته دغه اجازه ورنکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، امیرخان متقي، دوه ورځې مخکې د ېوې غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر ضد د نورو څرګندونې «هغوی پورې اړه لري.» متقي په دغه وینا کې ځينې ګاونډي هېوادونه له داعش سره په همکارۍ تورن کړل. هغه په خپلو خبرو کې وايي چې په افغانستان کې د داعش ځالې نشته.

پر درو ګاونډیو داعش سره د همکارۍ تور

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر ټويټر د متقی د وینا ويډيو خپره کړې او د هغه دغو خبرو لنډه بڼه ېې و رسره ليکلې: «زموږ په یوه ګاونډي هیواد کي داعش ته بشري ځواک تیاریږي، د بل ګاونډي هیواد څخه را تیریږي او په بل ګاونډي هیواد کي یې د پلان جوړوني او تمویل مراکز دي.»

امیر خان متقي دغه خبرې د افغان- قزاق په نوم نړېوال نندارتون په پرانیست غونډه کې کړي. هغه په خپلو خبرو کې وايي چې دوی له دنیا سره ښې اړيکي غواړي.

آ/اکس/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل